Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګوترش: په میانمار کې دې عملیات پای ته ورسېږي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې، د میانمار له حکومته وغوښتل چې د دغه هېواد پر مسلمان مېشتو سیمو کې  دې عملیات پای ته ورسوي.

ښاغلي ګوترش زیاته کړه:«اوسنی بحران د اګست له ۲۰ مې وروسته په روهنګیايانو عملیات بد حالته رسېدلي دي زه بیا هم دغه بریدونه غندم له دې وروسته حالت ډېر بیړنی وي او دا سیمه د بشري حقونو په یو ناورین بدله شوې ده.»

 په دې غونډه کې امریکا متحده ایالاتونو هم د میانمار پوځ په کړنو نیوکه کړه او هغه يي د قومونو له منځه وړل وبلل.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي سفیرې نېکي هیلي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ دا وېره لرو چې د برما د چارواکو کړنه هغه څه ده چې څرګندېږي یانې یو وحشیانه عملیات دی او په دې هېواد کې د لږکیو ځپل دي برما د دیموکراتیک هېواد لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي اوس باید دوی ډېر خجالت وباسي.»

خو د میانمار د ملي امنیت سلاکار وايي، چې په میانمار کې قومي او نسل وژنې نشته.هغه وايي، روهنګیايي مسلمانانو له وېرې بنګله‎دېش ته تښتېدلي دي.

د میانمار د ملي امنیت سلاکار یو سایونګ ټون په ډاګه کړه:«د قومونو  او نسلو وژنه ستر تورونه دي باید اجازه ورنه کړل شي چې زموږ لیدلوری د احساساتو تر سیوري لاندې راشي له څېړنو وروسته  باید قانون او قضا ته مخه کړو چې ایا په رخین ایالت کې نسل وژنه شته.»

 په همدې حال کې د بنګله‎ېش چارواکي وايي، چې دغه هېواد ته د روهنګیايي کډوالو ورتګ دوام لري او هره ورځ سلګونه زره کسان بنګله‎دېش ته رسېږي.

 په ملګرو ملتونو کې د بنګله‎دېش سفیر معسود بن مومن وویل:«بنګله‎دېش ته شاوخوا ۹۰۰ زره روهنګیايي مسلمانان راغلي دي چې په جبر سره ایستل شوي دي د میانمار د ادعاوو پر بنسټ د راخین په شمالي برخو کې زور زیاتی کم شوی نه‎دی یوازې بېګاه شپه ۲۰ زره نور کسان بنګله‎دېش ته ورسېدل.»

 دغه راز، په دې لنډه موده کې بنګله‎دېش ته د روهینګايي کډوالو په ورتلو سره د دغه هېواد په بنګال خلیج کې ۱۵ کډوالو په اوبو کې د غرق کېدو له امله خپل ژوند بایللی دی.

شریک یي کړئ