Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مټیس: امریکا او هند له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي

د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمز مټیس د هند ملي امنیت سلاکار، اجیټ دووال سره په لیدنه کې ویلي دي هېوادونه یې ګډې کټې لري او له ګډو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

ښاغلي مټيس په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ټینګولو له هڅو خبر ورکړی دی.

د هند د ملي امنیت سلاکار هم څرګنده کړې ده هېواد یې له  امریکا سره په ګډه کولی شي په بېلابېلو برخو کې د همکاریو زمنیه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکو پراختیا د اسلام‎آباد اندېښنې راپارولي دي.

ښاغلي مټيس په دې لیدنه کې د امریکا او هند اړیکې ځانګړې بولي او زیاتوي چې د نړۍ لویې ډموکراسۍ باید سره خبرې اترې ولري.

دی وړاندې وايي:«ددې ناستې موخه دا ده چې موږ خپلې اړیکې لا هم کلکې کړو او ډاډه شو چې د دوو ډموکراسیو ترمنځ ګډې اړیکې، ګډې ګټې او ستونزې لري، او دا اړیکې به پیاوړې کړو.»

په همدې حال کې د هند ملي امنیت سلاکار دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.

ښاغلي اجیټ دووال څرګنده کړې:«موږ کولی شو په سیمه کې چې زه ترې راغلی یم او د نړۍ په کچه یوه سوله رامنځته کړو. خپل نظرونه سره شریک کړو تر څو د حل‎لاره ومومو.»

دا د امریکا نوي ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ واک ته تر رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو لیدنه ده.

کارپوهان په دې باور دي چې په سیمه کې له هند سره د پاکستان سیالۍ له امله د هند او نوي ډيلي اړیکې دې هېواد ته د خوښۍ وړ نه دي، له همدې امله پاکستان له روسیې سره خپلې اړیکې نېږدې کړې دي.

د هند د ملي امنیت سلاکار هم څرګنده کړې ده هېواد یې له  امریکا سره په ګډه کولی شي په بېلابېلو برخو کې د همکاریو زمنیه برابره کړي

شریک یي کړئ