Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۸ وزارتونو کې کابو ۱۰ معینیتونه او ۵۰ ریاستونه سرپرستان اداره کوي

د طلوع نیوز موندنې ښيي چې یوازې د ملي یووالي حکومت د اقتصادي سکتور په ۸ وزارتونو کې، د څه باندې ۱۰ معینیتونو او څه باندې ۵۰ ریاستونو کارونه د سرپرستانو له خوا په مخ بیول کېږي.

په داسې حال کې چې ډېری دغه څوکۍګانې تشې دي او مسوولیتونه یې د دغه بنسټونو د نورو کارکوونکو په اوږو اچول شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له درېیو سرپرستو مرستیالانو سره د دغو وزارتونو په سر کې دی او له هغې وروسته د کرنې وزارت دوه سرپرست مرستیالان او لس سرپرسته ریسان لري.

د اوبو او برېښنا وزارت په دې برخه کې درېیم ځاي لري، خو دا وزارت په خپلو ریاستونو کې تر ټولو زیات سرپرستان لري چې شمېر یې ۱۷ ته رسېږي.

د ښارجوړولو وزارت په یوه سرپرست مرستیال او ۱۴ سرپرستو ریاستونو او د کلیو د پراختیا وزارت په یوه سرپرست مرستیال او ۲ سرپرستو ریسانو سره څلورم او پنځم ځايونه لري.

د سوداګرۍ، ترانسپورت او اقتصاد وزارتونه په شپږم او اووم کتار کې راځي.

د سوداګرۍ وزارت معینیت، په ټرانسپورټ وزارت کې ۱۰ او په اقتصاد وزارت کې ۲ ریاستونه هغه څوکۍ دي چې په دغو دولتي بنسټونو کې د سرپرستانو لخو اداره کېږي.

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني په دې اړه وویل:« د ۱۹ بستونو لپاره مو تازه د (سي بي ار) ازموینه اخیستې ده او د دغو ۱۹ بستونو د ازموینې کارونه، چې ازموینه تحریري او تقریري وه پای ته رسېدلي دی او هیله ده چې وکړای شو د دوه تر درېیو اوونیو پورې، د دغو بستونو ګمارنې هم بشپړې کړو.»

په هغو ادارو کې چې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي د کارونو پڅوالی او د هغوی لږ واک لرل هغه جدي نیوکې دي چې ملي یووالي حکومت د سرپرستۍ د دوام له امله ورسره مخامخ دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي په دې اړه وايي:«هغه درې څلور ډلې چې د ولسمشر په شاوخوا کې دي، هغه یې کلابند کړی او هره ډله غواړي چې په دولتي څوکیو کې خپل د خوښې وړ کسان وګماري او همدا لامل دی چې کسان د سرپرستو په توګه په دولتي څوکیو کې پاتې کېږي.»

له بلخوا د اداري اصلاحاتو کمېسیون د روان زیږدیز کال تر پایه د ازادو سیالیو له لارې د دولتي څوکیو لپاره د کسانو د ګمارلو او همداراز په دغو بنسټونو کې د سرپرستۍ بهیر د پای ته رسولو خبره کوي.

د اداري اصلاحاتو د ګمارنې بورډ رییس نجیب امین په ډاګه کړه:«د مالیې وزارت د عمومي ریاستونو چې لومړي او دویم بنستونه کېږي کابو د ۵۵ بستونو د ګمارنې پلان شوی چې ځينې یې عادي ریاستونه دي او په همدې ترتیب، دویم بستونه یې هم دي، دا مو حاصل کړي. د دغو بستونو په ډله کې، کابو ۳۰۰ نور اضافي بنستونه هم دي چې هغه د مالیې وزارت درېیم او څلورم بستونه دي.»

د ملي یووالي حکومت د کار څلور کلنه موده په بشپړېدو ده خو داسې نیوکې کېږي چې په دې موده کې آن د لنډې مودې لپاره هم د حکومت کابینه په بشپړه توګه د وزیرانو لخوا نه ده اداره شوې.

همداراز په داسې حال کې چې په دغو بنسټونو کې په لسګونه نورې چوکۍ هم بې سرپرسته پاتې دي.

شریک یي کړئ