د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال په ګردیز ښار کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.
د پکتیا ولاي حلیم فدايي وايي چې ایوب غروال نن سهار د ګردیز په بلند منزل سیمه کې هغه وخت په نښه شو چې د پوهنتون په لور روان و.
د هغه په وینا، هغه لومړی ټپي شوی و او د شدیدو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
ولسمشر غني په یوې خبرپاڼه کې دا برید غندلی او اړوندو بنسټونو ته لارښونه کړې چې دا پېښه وڅېړي.
ښاغلي غني ویلي چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به د ترهګرو او جنایتکارانو په وړاندې دوام وکړي.
هغه له طالبانو غواړي چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې د خلکو، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، ومني.