Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خلکو پټ دښمن؛ ناچاوده توکي او ماینونه لاهم په افغانستان کې قرباني اخلي

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي چې په افغانستان کې د ناچاوده توکو او ماینونو ډیری قربانیان ماشومان دي.

د ماینونو د خطرونو په تړاو د پوهاوي له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهال د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما هم ویلي چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ ادارو له خوا څه باندې ۳ زره کیلو متره مربع ځمکه پاکه شوې ده.

خو بیا هم ناوچاده توکي له خلکو قرباني اخلي.

 یونېسف ویلي:«افغانستان په ماینونو او ناچاودو توکو یو تر ټولو ککړ هېواد دی چې ماشومان یې تر ټولو ډېر قربانیان دي.»

یوناما هم په دې هکله لیکلي:«په زرګونو ماینونه او له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي په افغانستان کې د سلګونو تنو ژوند ته ګواښ دی. د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو زره ملکي افغانان د ماینونو او له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.»

په تر ټولو وروستۍ پېښه کې چې د یکشنبې په ورځ په غزني او هرات ولایتونو کې د ناچاودو توکو د چاودنې په پایله کې لس ماشومان نجونې او هلکان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د غزني اوسېدونکی سیف‌الله د دغې چاودنې په هکله د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«هغه ماین چې له پخوا پاتې و، په ګیرو ولسوالۍ کې یې چاودنه وکړه چې د نجونو او هلکانو په ګډون یې ډېریو ماشومانو ته زیان ورسوه.»     

بل خوا، د اسلامي امارت ویاند هم په هېواد کې د ماینونو په شتوالي اندېښنه ښيي او وایي چې دوی هڅه کوي د ماین پاکۍ د موسسو په همکارۍ پر دغې ننګونې غور وکړي.
    
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله څرګنده کړه:«د ماین په هکله اندېښنه لرو، ځکه په افغانستان کې څلوېښت کاله جګړه تېره شوې، ماینونه او ناچاوده توکي شته چې له بده مرغه خلکو ته زیان رسوي. اسلامي امارت له هغو موسسو چې په دغې برخه کې کار کوي، همکار دی، امنیت یې تامینوي او زمینه ورته برابروي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي وو، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنې له امله نږدې ۵۷ زره ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه