Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: د کابل په څلورو زونونو کې ترمینلونه جوړیږي

د ښار او کور جوړونې وزارت په نږدې راتلونکي کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د پلازمېنې په څلورو زونونو کې ترمینلونو له جوړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، دغه ترمینلونه، د کابل په خاک جبار ، استالف، چهاراسیاب او د پغمان په ارغندۍ کې جوړېږي، چې ټولې ټرانسپورټي اسانتیاوې به په کې په پام کې ونیول شي.

د کور او ښار جوړونې وزارت ویاند، محمد کمال افغان وویل: « کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې راکمولو او خپلو ځایونو د خلکو پر وخت رسېدلو په موخه د کابل په څلورو زونونو کې ټرانسپورټي او باربري ټرمینلونه جوړیږي، او تمه کیږي چې په کابل کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه راکمه شي.» 

له دې سره هم مهاله، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دغو  تر مینلونو پر جوړېدو خوښ دی، خو په پلازمېنه کې د نورو ټرمېنلونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
                              
د کابل اوسېدونکي، صمیم هم وویل: « که زموږ لپاره په کابل ښار کې څلور ټرمینلونه جوړ شي ګڼه ګوڼه به کمه شي، او غوره کار به وشي، او خلکو ته په تګ راتګ کې ډېره اسانتیا رامنځته کیږي.» 

د کابل  یو بل اوسېدونکي، عبدالمتین وویل: « د کابل اوسېدونکو ته ښه اسانتیا رامنځ ته کیږي، اوس هم چې تر ښاره ځو ډېر وخت نیسي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرافیکو عمومي رياست د اختر په ورځو کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره د خپلو پلانونو خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه