Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته په تېرو ۲ کلونو کې د څه باندې ۸ زرو سیلانیانو راتګ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، له دوو کلونو راهیسې څه باندې ۸ زره بهرني سیلانیان د هېواد د تاریخي سیمو د لیدنې په موخه افغانستان ته راغلي دي.

د دغه وزارت مسوولین زیاتوي، اړوند بنسټونه هڅې کوي چې، سیلانیانو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند وايي، له دوو کلونو راهیسې څه باندې ۸ زره بهرني سیلانیان د هېواد د تاریخي سیمو د لیدو په موخه افغانستان ته راغلي دي.

نوموړی سیلانیانو ته د لا نورو اسانتیاو پر برابرولو ټینګار لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران په دې تړاو و ویل: "په ټوله کې ۸ زره او دوه سوه کسان د اسلامي امارت له فتحې وروسته راغلي دي. د ۱۴۰۲ کال تر پایه اته زره او دوه سوه ګرځندویان موږ درلودل."

۴۶ کلن روسي اندري کازاکوف، کابل ته په چکر راغلی دی.

کازاکوف یو روسی سیلانی دی چې، تر اوسه یې څه باندې سلو هېوادونو ته دغه ډول سفرونه کړي دي.

دغه روسی وايي، افغانستان ته یې د راتګ هیله درلوده او په وینا یې اوس پوره شوه.

روسي سیلاني، اندری کازاکوف طلوع نیوز ته و ویل: "افغانستان ډېر ښکلی دی. خلک یې ښه چلن لري. دا مې هم درک کړه چې، زه د نورو هېوادوالو په څېر دلته یم. دوی د یوه ملګري په څېر چلن راسره کوي، له ماسره روغبړ کوي او له ما پوښتنې کوي؛ نو له همدې امله زه وایم چې، د دغه ځای خلک ډېر ښه دي."

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د هېواد د اقتصاد لپاره د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ ګټور ګڼي او همداراز له اړوندو مسوولینو غواړي چې، په هېواد کې بهرنیو سیلانیانو لپاره لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: "په افغانستان کې د سیلانیانو د راتګ په تړاو زه فکر کوم چې دا به ددې لامل شي چې د افغانستان د عوایدو په برخه کې ډيره مرسته وکړي."

د ویلو ده چې، پروسږکال تر ډېره بهرني سیلانیان هرات، بلخ، کندهار، نورستان او غزني ولایتونو ته تللي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه