Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارنه؛ ا.ا پر خپل مخکیني دریځ ټينګار کوي

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي د ګومارنې د ځنډ لامل د دغې پرېکړې پر وړاندې د سرپرست حکومت دریځ نیونه بولي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټینګار سره ویلي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارنې ته اړتیا نشته او شونې ده چې په ملګرو ملتونو سازمان کې ځينو هېوادونو دا مسئله درک کړي وي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي:«افغانستان په جګړه، ناورین او اختلاف کې ښکېل نه‌دی چې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي ته اړتیا ولري. دا د افغانستان غوښتنه او دریځ و، ښايي په ملګرو ملتونو سازمان کې هم داسې هېوادونه وي چې دغه موصوع یې څېړلي وي او همدا یې لامل وي چې دغه مسئله ځنډېدلې ده.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د استازولۍ له مرستیال سره په کتنه کې د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک د عملي کېدو په تړاو خبرې کړې دي.

ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د روانې زېږديزې میاشتې په لړ کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارنې په تړاو د دغې ټولنې د چارواکو تر منځ خبرې بیا پېل شي.

د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري وویل:«دغه استازی مسوولیت لري چې د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلون او د افغانستان له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې د ډېر تعامل لپاره باید په افغانستان کې یو نوی تحول رامنځته کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر هم وايي:«هغه استازی چې د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره وکړای شي اقتصادي مرستې جذب، د کورنیو ستونزو د حل او په افغانستان کې د دایمي سولې او ټیکاو لپاره فعالیت وکړي، د افغانستان لپاره اړین دی.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند ویلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارنې بهیر همداراز دوام لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د روانې زېږديزې میاشتې په لړ کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارنې په تړاو د دغې ټولنې د چارواکو تر منځ خبرې بیا پېل شي.

تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي د ګومارنې د ځنډ لامل د دغې پرېکړې پر وړاندې د سرپرست حکومت دریځ نیونه بولي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټینګار سره ویلي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارنې ته اړتیا نشته او شونې ده چې په ملګرو ملتونو سازمان کې ځينو هېوادونو دا مسئله درک کړي وي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي:«افغانستان په جګړه، ناورین او اختلاف کې ښکېل نه‌دی چې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي ته اړتیا ولري. دا د افغانستان غوښتنه او دریځ و، ښايي په ملګرو ملتونو سازمان کې هم داسې هېوادونه وي چې دغه موصوع یې څېړلي وي او همدا یې لامل وي چې دغه مسئله ځنډېدلې ده.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د استازولۍ له مرستیال سره په کتنه کې د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک د عملي کېدو په تړاو خبرې کړې دي.

ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د روانې زېږديزې میاشتې په لړ کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارنې په تړاو د دغې ټولنې د چارواکو تر منځ خبرې بیا پېل شي.

د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري وویل:«دغه استازی مسوولیت لري چې د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلون او د افغانستان له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې د ډېر تعامل لپاره باید په افغانستان کې یو نوی تحول رامنځته کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر هم وايي:«هغه استازی چې د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره وکړای شي اقتصادي مرستې جذب، د کورنیو ستونزو د حل او په افغانستان کې د دایمي سولې او ټیکاو لپاره فعالیت وکړي، د افغانستان لپاره اړین دی.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند ویلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارنې بهیر همداراز دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه