Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له سیاسي مرستیال سره، اروپا کې د مېشتو افغانانو د ټولنې د استازو لیده کاته

د ریاست الوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په اروپا کې د مېشتو افغانانو د ټولنې له ځينو استازو او مخورو سره په کتنه کې دایمي سوله او د هېوادوالو ترمنځ یووالی د اسلامي امارت کاري لومړیتوبونه دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال همدارنګه ویلي چې، داسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د تجزیې هڅې ناکامې شوې دي.

په دغې لیدنه کې په هېواد کې پر اوسنیو پرمختګونو هم خبرې اترې شوې دي.

د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د مطبوعاتو او تشریفاتو رییس محمد حسن حقیارپه دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«ملت نور هېڅکله واک ته د تېرو فاسدو چارواکو د رسېدو په هیله نه‌دي. او نه غواړي چې افغانستان بیاځلې د ځواکونو پر جزیرو او د غصب، فساد او نشه‌یي توکو پر مرکز بدل شي.»

مولوي عبدالکبیر همدارنګه زیاته کړې چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او سرپرست حکومت هم له چا سره ستونزه نه‌لري.

د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د مطبوعاتو او تشریفاتو عمومي رييس دغه راز وايي چې، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبير په اروپا کې د مېشتو افغانانو د ټولنې له استازو او مخورو  وغوښتل چې نړۍوالو ته د هېواد اوسني واقعیتونه منعکس کړي.

د محمد حسن حقیار په وینا، مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی چې، اسلامي امارت د هېوادونو خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او له نړۍ هم ورته تمه لري.

محمد حسن حقیار زیاته کړه:«اسلامي امارت د سیمې او نړۍ د نظم او ثبات غوښتونکی دی. زموږ دریځ دا دی چې موږ د هېوادونو خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته هم درناوی لرو. او زموږ خپلواکۍ ته دې هم درناوی وشي. اسلامي امارت هېڅکله اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې چا ته ګواښ متوجه وي.»

ورته مهال ځينې افغانان چې اوس اوس کابل ته راغلي وايي چې، د ریاست الوزرا مرستیال د روانو پرمختګونو، د نجونو د زده‌کړو، د ښځو د کار، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او له سرپرست حکومت سره د هېوادونو د اړیکو په تړاو هم خبرې کړې دي.

په سویډن کې د مېشتو افغانانو ټولنې رییس حکمت‌الله حکمت طلوع‌نیوز ته وویل:«اسلامي امارت دې خپله کابینه له سرپرستۍ څخه بیرون کړي او یو دایمي دولت دې رامنځته کړي.»

اخوا، د بهرنيو چارو وزارت وياند هم وایي چې، اميرخان متقي په اروپايي هېوادونو کې له مېشتو ځينو افغان علمي او کلتوري شخصيتونو سره په کتنه کې ويلي چې، هر افغان کولاى شي د افغانستان په بيارغونه او پرمختګ او د اسلامي نظام د بنسټونو په پیاوړتیا کې ونډه ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه