Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې ځایه شوي راتلونکې اونۍ خپلو سیمو ته لېږدول کیږي

کابل ښاروالۍ خپلو اصلي ځایونو ته د هغو بې ځایه شویو د لېږد خبر ورکوي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې اوسېږي.

د کابل ښاروالۍ استازی وایي، چې دغه بې ځایه شوي د کابل ښاروالۍ په اړوند ځمکو کې اوسېږي او د هغوی د لېږد بهیر د روژې میاشتې له امله ځنډېدلی و.

نعمت الله بارکزی دغه راز وایي چې ټاکل شوې ده، په روانه میاشت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزرت سره په همغږۍ د دغو بې ځایه شویو د لېږد  بهیر پیل شي.

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي و ویل: «که ژوند و راتلونکې اونۍ، د دغو کسانو د راپورته کولو او لېږدولو او په عین وخت کې په هغو ساحو کې چې غصب دي د ښاروالۍ له نورو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ دغه پلان پلی کیږي. چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پکې شامل دی.»

بل پلو یو شمېر بې ځایه شوي وایي، ډيری یې د تللو لپاره ځای نه لري او له کابل ښاروالۍ غواړي چې د اوسېدو لپاره مشخص ځای ورکړي.

بې ځایه شوي، ثناء‌الله طلوع نیوز ته و ویل: «زه چې دلته راغلی یم، ددې لپاره نه یم راغلی چې په ولایت کې ځای لرم او دلته ګرځم، نه! په ولایت کې ځای نه لرم که په ولایت کې مې ځای درلودای یوه ورځ هم دلته نه پاتې کېدم.»

بې ځایه شوي، حیات‌الله هم و ویل: «کابل ښاروالۍ وايي، له دې ځایه ولاړ شئ، موږ چې خپلو ولایتونو ته ولاړ شو، هلته ځای نشته، ځمکې هم نه لرو.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان  شپږ اعشاریه درې میلیونه کورني بې ځایه شوي لري، چې دا د نړۍ په کچه دویم تر ټولو لوی شمېر دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه