Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په چین کې د "کابل او بېجینګ ترمنځ د سوداګریزې پراختیا" غونډه جوړه شوه

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، په بیجنیګ کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د استازولیو له مسوولینو سره د چین د اقتصادي بیارغونې او بشري همکاریو د ارتباطي میکانیزم په درېیمه غونډه کې د بیلابیلو موضوعاتو له هغې ډلې افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، دغه هیواد ته د افغاني توکو د صادراتو او افغانستان د کانونو په برخه کې د چین د پانګوالو د پانګونې په تړاو خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل و ویل: د افغانستان د اقتصادي بیارغونې په میکانیزم په چوکاټ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخو کې په ځانګړې توګه چین ته د لا زیاتو توکو د صادرولو زمینې برابرولو، ظرفیت جوړونې او په افغانستان کې د کانونو او بیلابیلو برخو کې د پانګونې او دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وشوې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې رییس په دغه غونډه کې د چین د بشري مرستو دوام او له افغانستانه ملاتړ ته په اشارې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

بل لور ته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چین د هیواد په اقتصادي وده او پراختیا کې ارزښتمن ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس، میرویس هوتک و ویل: چین یو له سترو سوداګریزو هېوادونو دی او زموږ له ګاونډیو او مطرح هېوادونو له ډلې هم شمېرل کیږي نو زموږ په سوداګرۍ یې رول ډیر ځانګړی دی.

له دې سره د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته د چین لیوالتیا د هېواد په ګټه ګڼي او له چین سره د بدخشان د واخان له لارې د وسپنې پټلۍ د نوې لارې پر جوړولو هم ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: په واخان کې چې کوم ځای پاتې دی، هلته اکسیجن نشته، زموږ لپاره ښه ګزینه همدا ریل ده. له دې لارې موږ چین سره سوداګري وکړو او دا فعال کړو ځکه هغه غرنیزې سیمې دي او کال ۱۲ میاشتې له دغې لارې موږ سوداګري نه شو کولای، هلته واورې دي، بارانونه دي.

د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي، عبدالظهور مدبر هم څرګنده کړه : د افغانستان کانونه په ځانګړې توګه لیتیم، اقتصادي موخو ته د رسېدو لپاره یو غوره انتخاب کېدای شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو لمخې، د چین او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې یو اعشاریه ۳۳ میلیارده ډالره وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه