Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: افغانستان کې سېلابونو شاوخوا ۱۵سوه کورنۍ اغېزمنې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي، افغانستان کې د وري میاشتې له ۲۲مې تر ۲۸مې سېلابونو څه د پاسه ۱۵سوه کورنۍ اغېزمنې کړي دي. 

په راپور کې راغلي چې د دغو سېلابونو له امله ۴۶ کورنۍ بې ځایه شوي، ۱۹۸ کورونه ویجاړ شوي او ۷۳۸ کورونو ته هم زیان رسېدلی دي.

اوچا په دغه راپور کې ویلي، په یادو سېلابونو کې ۳۵ تنه مړه شوي او ۴۷ تنه نور هم ژوبل شوي دي.

په راپور کې راغلي، د وروستیو سېلابونو له امله ۵ تنه په هلمند، ۴ تنه بادغیس، ۴ تنه کندهار، ۲تنه لغمان، ۲ تنه پروان، یو تن په ننګرهار، ۳ تنه کابل او تر ټولو ډېر ۱۲ تنه هم په روزګان کې مړه شوي دي.

د اوچا په خبره، دغو سېلابونو شاوخوا ۶۳زره او ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او لږ تر لږه ۴۷۰ څاروي یې له  منځه وړي دي.

په راپور کې راتلونکې اوونۍ د هېواد په مرکزي، سوېل، سوېل ختیځ او سوېل لویدیځو سیمو کې د بارانونو د نوې څپې اټکل شوی چې هره ورځ به تر ۳۰ ملي مترو ورښت کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه