Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو ژغورنې بنسټ: له پاکستانه را اېستل شوي ماشومان له کړکېچ سره مخ دي

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ وایي، له پاکستانه د را اېستل شویو کورنیو ډېری ماشومان پوره خوړو، زده کړو او سرپناه ته لاسرسی نه لري. 

د دغه سازمان د نظر پوښتنې له مخې، له هرو درېیو ماشومانو یو یې د خوړو له ناورین سره مخ دی او له هرو شپږو کورنیو بیا یوه یې تر خېمې لاندې ژوند کوي.
  
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ په راپور کې راغلي: « په کوربه ټولنو کې شاوخوا درې پر څلورمه برخه را ستانه شويو او کورنیو د خوړو کچه یا د لویانو د خوړو مصرف کم کړی څو ماشومان وکړای شي په اوونۍ کې لږ تر لږه دوه ورځې خواړه وخوري. شاوخوا ۴۰ سلنه راستنېدونکي او کوربه کورنۍ اړ وې په اوونۍ کې لږ تر لږه درې ورځې خواړه په پور واخلي یا په ملګرو او خپلوانو متکي وو. په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونه ماشومان، یا په هرو دریو ماشومانو کې یو یې د لوږې له کړکېچ سره مخ دي. له شپږو کورنیو یوه یې په خیمه کې ژوند کوي، او ډیری راستنیدونکي د ژوند د لګښتونو برابرولو لپاره کم امکانات لري یا یې اصلاً نه لري،  یوازې دریمه برخه په دې توانیدلې وه چې خپلې شتمنۍ له پاکستانه بېرته راوړي. شاوخوا دو پر درېیمه برخه یانې ۶۵ سلنه ماشومان چې افغانستان ته را ستانه شوي په ښوونځیو کې یې نوملیکنه نه ده کړې.»

خان محمد چې تازه کابل ته راستون شوی، د پخواني شوروي د سرو لښکرو د حضور پر مهال یې هېواد پرېیښې وه او اوس چې له پاکستانه را اېتسل شوی، له خپلې کورنۍ سره له ننګونو ډک ژوند لري.

خان محمد د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل: « موږ په پاکستان کې کار نشوه کولای، او که کار ته تللو نو نیولو یې او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کولو.»

له پاکستانه را اېستل شوې ښځې هم وویل: « موږ د اوسېدو لپاره ځای نه لرو، نه د خوړلو لپاره کوم څه لرو نو همدغه مو ستونزې دي.»

۳۰ کلن احمد الله هم له خپلې کورنۍ سره اوس اوس له پاکستانه را ایستل شوی، نوموړی د خپل ژوند پرمخ وړلو او کورنۍ لپاره د ډوډۍ پیدا کولو ته اندېښمن دی.

احمد الله په دې اړه وویل: « موږ غریب خلک یو، که راسره مرسته وشي نو ډېر به ښه وشي ځکه موږ نه کار لرو او نه هم سرپناه.»

په ورته مهال اسلامي امارت وايي، د افغان کډوالو ستونزو د حل په برخه کې جدي هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په دې اړه وویل: « د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدونکو لپاره کمیسیون جوړ کړی چې له تېر یو کال راهیسې یې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه کړې، او هغوی چې کور نه لري، پر کور جوړولو یې کار روان دی.»

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د چهارشنبې په ورځ ۵۵۵ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته را ستانه شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه