د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز، جنرال جوزف ډنفورډ وايي افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو پورې اړینه ده چې دې هېواد کې امریکايي ځواکونه پاتې شي.
هغه زیاتوي:«زه فکر کوم د ترهګرۍ تر پایته رسېدو پورې افغانستان کې خپل د ترهګرۍ ضد فعالیت ولرو.»
له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست، پتریک شاناهان وايي افغانستان کې د داعش دله د پراختیا په حال کې ده او امریکا پنټاګون باید دې هېواد کې خپل د ترهګرۍ ضد پروګرام پلی وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغان بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره د سولې خبرو کې له افغانستانه د بهرنیوځواکونو پر وتو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شپږم پړاو خبرې دوحه کې سې شنبې وروسته له یوې دمې له سره پیل شوې.
قطر کې د سولې خبرې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتو، له ترهګرو او القاعدې ډلې سر د طالبانو د اړیکو پرېکون، اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو پر پیل متمرکزې دي.
له بلې خوا د مصالحې عالي شورا د مشرۍ، غړی حاجي دین محمد حکومت له طالبانو سره د پلاوي په ګمارنه کې په ناغېړیو تورنوي.
هغه وايي له طالبانو سره د پلاوي ګمارنه باید د حکومت له لومړیتوبونو وي.
همداراز یوه سرچینه وايي ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو سره د پلاوي د ګمارنې په موخه چارې پیل کړې دي.
د سولې مشورتي لویې جرګې غړو هم له حکومت غوښتنه کړې چې له طالبانو سره پنځوس کسیزه ټول شموله پلاوی جوړ کړي.
ولسمشر د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ ژمنه وکړه چې مشورې به یې پلې کړي، خو تر اوسه د خبرو لپاره پلاوی نه دی ګمارل شوی.