افغان پیلوټان تر روزنې لاندې؛ راتلونکی کال به له بلک هاک چورلکو استفاده وکړي
افغان پیلوټان تر راتلونکي یوه کال پورې به په پشپړ توګه د «بلک هاک» امریکايي چورلکو د الوت وړتیا ولري.
اوسمهال، د «مي ۱۷» روسي چورلکو پیلوټان دننه په هېواد کې د بلک هاک چورلکو روزنه ویني.
ذبیح الله دوراندیش یو هغه ځوان دی چې له دې مخکې د مې ۱۷ چورلکې پیلوټ وه او اوسمهال له بلک هاک سره اشنا کېږي.
هغه وايي، چې بلک هاک چورلکې له مې ۱۷ چورلکو څخه ساده دي.
د بلک هاک چورلکو روزنکی پیلوټ الکسمي لوګو په دې اړه وویل:«دغه پیلوټان د مې ۱۷ چورلکو د الوتنې تجربه لري او دې ټکي له هغوی سره د بلک هاک چورلکو په لېږد کې مرسته کړې ده بل خوا د بلک هاک الوتنې هم اسانه دي موږ پوره باور لرو چې دغه پیلوټان کولای شي له دې چورلکو په اغېزمنه توګه کار واخلي.
خو لاهم ډېرې زده کړې شته چې د ذبیح الله په څېر نور ځوانان يي ترسره کړي.
د هغوی لومړنۍ زده کړې شپږ اوونۍ وخت نیسي باید لس اوونۍ مسلکي زده کړې وکړي.
بل روزنکي جف مارټن په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې د یو پیلوټ په څېر وکولای شي خپله دنده ترسره کړي دا کار د هغوی پر مسولیتونو ورزیاتېږي ترڅو یو مسلکي پیلوټ شي.»
د بلک هاک چورلکو د ساتلو او رغولو چارې به د مې۱۷ چورلکو انجینرانو ته وسپارل شي.
د دغو انجینرانو کار به له یوې خوا سختې شي، ځکه لومړی باید انګلیسي زده کړي، بل خوا د مې ۱۷ چورلکو پروزې ترلاسه کول ستونزمن وو خو د بلک هاک چورلکو پروزې په اسانۍ ترلاسه کېږي.
بلک هاک چورلکې د مې ۱۷ چورلکو په پرتله څو ډېرې ښېګڼې لري. لومړی چټکې دي، دویم په یو ساعت کې د تیلو ۲۵۰ لیټر کم مصرف لري. درېیم ډېر پایښت لرونکې دي ځکه پروزې يې زیاتې پيداکېږي.
خوبلک هاک د مې ۱۷ بدیل نه شي کېدای خو د مې سي او پنځه جنګي چورلکو بدیل کطدای شي نو له همدې امله تمه کېږي په جنګي وسلو سمبال شي.