روسي رسنیو راپور ورکړی دی چې سېشنبې(د وږي۷مه) راپور ورکړی دی چې په مسکو کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیر، جان تیفت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال، ایګور مرګولوف سره په لیدنه کې په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې په اړه مالومات ورکړي دي.
له دې سره، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، مسکو په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په اړه وضاحت غواړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې به د امریکا نوې تګلاره مثبتې پایلې ونلري، ځکه له طالبانو سره د خبرو پر ځای له زور څخه کار اخیستل په پام کې نیول شوی دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي:«په افغانستان کې د امریکا نوې تګلارې اتکا ناسمه ده، ځکه چې د پخواني ولسمشر، بارک اوباما پرمهال هم داسې تګلاره پلې شوه، خو پایله یې نه درلوده.»
همداراز ویل شوي دي چې د امریکا پوځیانو کارکړنو نه روښانه کېدل روسیه او د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر همداراز څرګنده کړې ده چې مسکو په دې برخه کې پر یو شمېر هېوادونو فشار راوړل نه مني او د افغانستان حالاتو هواري په موخه د سیمې هېوادونو برابرې همغږۍ غوښتونکی دی.
ده همداراز په افغانستان کې د داعش پراختیا او نشهيې توکو سره د مبارزې نشتوالی د امریکا د تګلارې زیانونه بولي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه.