Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال عبدالرازق خلک د طالبانو په وړاندې جهاد ته راوبلل

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ټولو ، چې د طالبانو پر وړاندې جهاد ته رابولي.
جنرال رازق له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې، پر ایران او روسیې تور لګوي چې له طالبانو څخه ملاتړ کوي.

نوموړی وایي، طالبان په ایران کې دفترونه او کلینیکونه لري.
د کندهار امنیه قوماندان، په ځینو برخو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر سیاست هم نیوکه کوي.

په دې وروستیو کلونو کې جنرال عبدالرازق د هېواد په سوېل کې په یوه پېژندل شوې څېره بدل شوی دی.

طالبان یوه مزدوره ډله بولي او  د دغې ډلې پر وړاندې پر جهاد ټينګار کوي.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په دې اړه په ډاګه کړه:«دا د طالبان نوم چا اخیستی او پر ترهګرو یې اېښی. ترهګرۍو د پاکستان، روس، ایران، چین او نورو هېوادونو مزدور او نوکر دي. یوازې د افغانانو وژنونکي دي. له دې امله د افغانستان ټول خلک باید د هغوی په وړاندې جهاد وکړي.»
دغه جنرال له طالبانو سره د تهران او مسکو  له اړیکو هم پرته پورته کوي.

ښاغلی رازق وايي:«ملاتړ دا ډول دی چې اوس هم وسله، مهمات ورته ورکوي. همدارنګه ورته تېل ورکوي چې وروسته په خپله طالبان هغه پلوري. په ایران کې د طالبانو ځينې قومندانان کورونه او دفترونه لري، ځينې یې کلینک هم لري. د دې ټولو زمینه ورته برابره ده.روسیه هم د ایران په واسطه طالبانو ته وسله او مهمات برابره وي. پیسې هم ورکوي.»

د کندهار امنیه قومندان د پخواني ولسمشر د سیاست په ځينو برخو هم نیوکې کوي.

هغه په ډاګه کړه:«نه پوهېږم چې دا خبره یې له زړه نه وه که نه خو پخواني ولسمشر یوه ورځ وویل که‎چېرې د امریکا او پاکستان ترمنځ جګړه وشي، زه د پاکستان خوا نیسم. دا تېروتنه وه. زه وایم چې غلطه وه څه ډول کولای شو چې د پاکستان دوست شو.»
جنرال عبدالرازق خپلو کسانو ته امر کوي چې ترهګر دې د جګړې پر ډګر کې ژوندي  پرې نه ږدي او  هغوی دې له‎منځه یوسي.

شریک یي کړئ