د ملي دفاع وزارت ویلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وسلهوالو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
یاد وزارت نن(یک شنبې د سلواغې ۱۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې چې دا عملیات د هېواد په اتو ولایتونو کې ترسره شوي چې کابو ۱۰۰ تنه وسلهوال په کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزيري یاد ولایتونه کندهار، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند او میدان وردګ یادوي او وايي چې عملیات په تېرو ۲۴ساعتونو کې ترسره شوي دي.
دی د افغان ځواکونو لاسته راوړنې د پام وړ بولي.
ښاغلي وزيري زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو لاسته یو شمېر وسلې او مهمات هم ورغلي.
ده د افغان ځواکونو زیان په اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.