Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د نوې جنګي تګلارې په اړه د پاکستان منفي غبرګون

د افغانستان لپاره د امریکا د نوې جنګي تګلارې له اعلان سره په ورته وخت کې، یو شمېر پاکستاني پوځیان وايي چې د امریکا له خوا د دغې تګلارې اعلان نوې مسله نه ده.

یو پخوانی پاکستانی جنرال وایي چې امریکایي چارواکي له ۲۰۰۷ زیږدیزکال راهیسې په پاکستان کې د ترهګرو د امنو پټن‎ځایونو یادونه کوي او په دغه تګلاره کې نوې خبره نشته.

اسد منیر پخواني پاکستاني جنرال وویل:« موږ پوهېدلي یوو چې له ترهګرو سره خبرې کومه پایله نه‎لري، له همدې امله موږ په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات پيل کړل او اوس په پاکستان کې داسې ځای نشته چې ترهګر په‎کې وي، که ټرمپ او نور چارواکي یې په دې باور وي چې د ترهګرو پټن‎ځایونه دلته دي سند دې وړاندې کړي.»

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي ټرمپ په خپله دغه تګلاره کې پاکستان په رسمي توګه د ترهګرو ملاتړی اعلان نه‎کړ او همداراز یې له پاکستان سره د خپلو مرستو د ژرترژره بندولو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي عومي ګوند مشر افراسیاب خټک په دې اړه څرګند کړه:« موږ په خپل هېواد کې د ترهګرۍ په پای ته رسولو کې ناکام شوي یوو، موږ نه یوو توانېدلي چې په مدرسو کې اصلاحات راولو، باید نیوکې ومنو او فکر کوم چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست نیمګړی دی او له طالبانو ملاتړ ناسم دی، آن که ښاغلي ټرمپ هم نه واي ویلي سم نه وو.»

خو د افغانستان پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي په ۲۰۱۴زیږدیزکال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه تېروتنه بولي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه:« په ۲۰۱۴ زیږدیزکال کې د ځواکونو د ایستلو لپاره د امریکا پرېکړه یوه تېروتنه وه له دې امله چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه د روزنې په حال کې وه او امریکایي ځواکونو له ترهګرۍ سره په جګړه کې له افغانستان سره مرسته کوله، له افغانستانه د نړیوالې ټولنې وتلو نهیلي رامنځته کړه او د جګړې د پراختیا لپاره یې د دښمن روحیه لوړه کړه.»

له دغو نظریاتو سره سره د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې اعلان په ځینو خلکو کې هیله‎مني رامنځته کړې خو ډېری کسان په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه اندېښمن دي.

شریک یي کړئ