د لوی کندهار د ځوانانو شوار، نن (پنجشنبې د وږي ۲۳ مه) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان او سوېلي اسیا د جګړې په اړه د واشنګټن له نوې تګلارې څخه ملاتړ اعلان کړ.
د کابل، کندهار، هلمند او اروزګان ولایتونو شمېر ځوانان دلته په کابل کې راټول شوي دي. دوی د واشنګټن تازه تګلاره د افغانستان په ګټه بولي.
د لوی کندهار د شورا غړی جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«امریکا د ستراتېژیک شریک په توګه په سیمه او نړۍ کې حقوقي او سیاسي انډول رامنځته کوي او د سیمې او نړۍ په سیاستونو کې د انډول د رامنځته کېدو لپاره د یوه ځواکمن لوري په توګه ونډه اخلي.»
۲۲ کلن ګل اغا چې د ارزګان له نا امنه ولایت څخه دی په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل د خپل ژوند تر ټولو ستره هیله بولي.
ګل اغا د جګړو له امله له اروزګان نه مرکز ته بېځایه شوی وايي، له جګړې ستړی شوی او د امریکا نوې تګلارې څخه تمه لري چې په هېواد کې ترهګري پای ته ورسېږي.
ګل اغا زیاته کړه:«خدای دې امنیت راولي چې موږ په امنه فضا کې ژوند وکړو.»
په دې غونډه کې د سولې بهیر سره د وسله والو مخالفینو پر یوځای کېدو هم ټینګار وشو.
د سرحداتو قومونو او قبایلو سرپرست وزیر ګل اغا شیر زی چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی وه، د سولې پر خبرو اترو ټینګار کوي.
هغه په ډاګه کړه:«زه له دې ځایه پر طالبانو غږ کوم چې له دې وروسته په دغه وطن کې سوله راولي او په دغه هېواد کې وینه تویه نه کړي.»
د کندهار ولایت د ځوانانو شورا غړي په هېواد کې د ځوانانو پر یو موټي کېدو ټینګار کوي او زیاتوي چې په هېواد کې قومي، سمتي او ژبني اختلافونه ته باید نه وویل شي.