د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه شورا غړي د ولسمشرۍ ماڼۍ د پرېکړې په اړه د خپلې پرېکړې د سلامشورې په حال کې دي. له دې وړاندې جمعیت اسلامي ګواښ کړی وه، کهچېرې د بلخ والي عطا محمد نور ګوښه کړل شي، د ملي یووالي له حکومت سره به سیاسي پرېکون وکړي.
ویل کېږي چې جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په خپل کور کې د دغه ګوند د مشرتابه شورا له غړو سره غونډه جوړه کړې او د بلخ د والي په وړاندې د ولسمشر د پرېکړې په اړه سلامشورې وکړي.
اجرايي رییس عبدالله عبدالله چې په ملي یووالي حکومت کې د جمعیت استازی دی، په دغې غونډه کې حضور نه درلود او دفتر یې هم په دې اړه څه ونه ویل.
په ورته وخت کې، ځينو سناټورانو او د ولسي جرګې غړو د ښاغلي نور د استعفا په اړه بېلابېل غبرګونونه وښودل.
د مشرانو جرګې غړي حسن هوتک په دې اړه وویل:«کهچېرې استعفا شوې یا نه باید د خلکو د ګټو او د افغانستان د خلکو د یووالي لپاره ومنل شي. دا موضوع باید سیاسي نهشي او جنجالي نهشي ترڅو خدای مه کړه اوضاع له دې خرابه نهشي.»
بلې سناټورې انارکلي هنریار هم وايي:«د بلخ په ولایت کې د ادلون بدلون دا مسله باید سیاسي نه شي.»
ښاغلی نور وايي چې په استعفاپاڼه کې یې ځينې وار له مخې شرطونه اېښي دي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ او سیمهییزو ارګانونو استعفالیک د رسنیو په واک کې نه دی ورکړی.
عطا محمد نور کابو دیارلس کاله د بلخ والي وه او په دغې موده کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر اشرف غني په ځلونو د هغه د ګوښه کولو څې کړې دي.
له دې وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه شورا ګواښ کړی وه، کهچېرې ښاغلی نور له واک څخه بې واکه شي، د دغه ګوند ټول غړي به له حکومته بهر شي.
په دې اړه مو اندونه