د ملي یووالي حکومت، د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ مه کلیزه د ازادۍ د څلي په وړاندې د ګلوانو د ګېډۍ په اېښودلو سره ولمانځله.
د دغې ورځې په لمانځغونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حکومت نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.
شاه امان الله خان ۹۸ کاله مخکې، له سترې بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او بریټانیا هم د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله.
دغه ورځي د هېواد په ګوټ ګوټ کې ولمانځل شوه.
په پلازمېنې او ولایتونو کې د دغې ورځې د لمانځنې لپاره د رسمي مراسمو سربېره،خلکو دغه ورځ له مېلو،ناستو او نڅا سره ولمانځله.