په کابل کې په سلګونه هلکان او نجونې، د هوا د ککړتیا د کموالي او په دې اړه خلکو ته د پوهاوي لپاره، نن یو ننداریز خوځښت سره د غره مزل وکړ.
کابل ښار په دې وروستیو کې، په مرګوني توګه د هوا د ککړتیا شاهد دی. د چاپېریا ساتنې کارپوهان ګواښ کوي چې په کابل کې اوسنۍ ککړه هوا، د ککړتیا له کچې درې برابره زیاته ککړه ده چې د انسان د روغتیا لپاره مضره ده.
کابل اوس د اسیا نهم ککړ ښار دی. چې د زمي په رارسېدو سره په دغه ښار کې د هوا ککړتیا کچه څو برابرې ته رسېږي.
په کارخونو او کورنو کې له ډبرو سکرو ګټه اخیستنه، په حمامونو کې د پلاسټیکي توکو سوځول او همدارنګه په دغه ښار کې د نفوذ زیاتوالی، د هوا د ککړتیا له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي.
د یو بل منل، د غره مزلو ځوانانو بل پیغام دی. هغوی وايي چې د هېوادوال، په اوسني وخت کې تر ډېره د ژبې یووالي او د یو بل منلو ته اړتیا لري.
می ګُون رحیمي په دې اړه وویل:«هېوادوال باید سپورټ ته مخه کړي چې سالمه ژوند ولري.»
خو په دې ډله کې داسې نجونې هم شته چې دا کار د برابرۍ لپاره یوه موکه بولي او د داشان کار له ترسره کولو سره غواړي دود ماتونه وکړي.
یوه له دغو نجونو فرحت پوپلزۍ وايي:«خلک چې کله هلک او نجلۍ یو ځای وویني منفي فکر کوي. اوس چې وینم، ښه دی او د ودې په حال کې دی او داسې پروګرامونه ډېر ښه دي.»
د کابل ښاروالۍ مسولین، وايي، دغو سیالیو ته جایزې او نشانونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د دغه بنسټ مسوولین وايي، د دغسې پروګرامونو په ترسره کېدو سره غواړي د چاپېریال ساتنې دود ته ډېر پام وشي.