د کابل د نن ورځې سهار چاودنې اغېزه او شدت هغه مهال روښانه شو چې لمر راوخوټ او هوا په بشپړه توګه روښانه شوه؛ انځورونه ښيي چې په دغې چاودنه کې لسګونه کورونه او ودانۍ لهمنځه تللي دي، هغه چاودنه چې د کابل ښار د شاه شهید په دریم سړک کې پېښه شوه.
دغه چاودنه د جمعې ورځې د سهار له ۰۱:۰۰ بجې څخه وروسته د کابل په ګڼه ګوڼې لرونکې سیمه کې پېښه شوه. روغتیايي چارواکو د دې پخلی وکړ چې په دغې پېښه کې اووه تنه وژل شوي او ۱۹۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار څرګنده کړه: " د دغې پېښې د ټپيانو په ډله کې ۲۷ تنه ښځې او ۱۰ تنه ماشومان لیدل کېږي".
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د نن ورځې سهار د ۰۱:۲۰ دقیقو په شاوخوا کې له چاودېدونکو توکو څخه یوه ډکه لارۍ د کابل ښار د شاه شهید سیمه کې د ملي پوځ یوې اډې ته څېرمه چاودنه وکړه.
په ورته وخت کې د کابل ښار د پولیسو قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په سیمه کې له شتون سره ټینګار وکړ چې په دغې پېښه کې د ولسي وګړو کورونه په نښه شوي او ډېری دغه کورونه زیانمن شوي دي.
د دغې پېښې په اړه د انځورونو د لیدو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
په دې اړه مو اندونه