یو شمېر سرچینو طلوعنیوز ته ویلي دي چې طالبانو یو ځل بیا د پکتیا ولایت پر جانيځېلو ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي، طالبانو د تېرې شپې(سېشنبې د زمري۱۷مه)بریدونه کړي او یو شمېر پوستې یې هم نیولي دي.
ویل کېږي چې اوسمهال په سیمه کې نښته روانه ده.
یاده سرچینه وايي که افغان ځواکونو ته پر وخت او ژر مرستندویه ځواکونه ونه رسيږي، نو ښایې دا ولسوالي بیا د افغان ځواکونو له واکه ووځي.
د جاني خېلو ولسوالۍ کابو دوې اوونۍ وړاندې د دویم ځل لپاره طالبانو نیولې وه، خو د جمعې پر ورځ ځانګړو ځواکونو بېرته ونیوه.
په همدې حال کې د دوې ورځې مخکې د پکتیا ولایت یو شمېر امنیتي چارواکو جانخیلو ولسوالۍ کې پوځي جوړښت له کموالي اندېښنې څرګنده کړې وه، د دې ولایت امنیتي چارواکي او اوسېدونکي د دغه مطلب په څرګندولو سره پر مرکزي حکومت غږ کړی وه، ترڅو د جانيخیلو ولسوالۍ پوځي تشکیل زیات اونوې پوستې جوړې شي.
د پکتیا امنیه قومندان، مل پاسوال توریالی عبدیاني د دې ولایت جانخیلو ولسوالۍ کې د ملي اردو او کافي ځواکونه نشتون د دې ولسوالۍ د نسکورېدو لوی لامل بللی وه.
نوموړي په جانخیلو ولسوالۍ کې د پوستو جوړیدو ترڅنګ په دغه ولسوالۍ کې د زیاتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه کړي وه.