د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسراوي او د سولې بهیر ته د طالبانو د راکاږلو په درشل کې، د « ملي یووالي سترې ټولګې» تر نامه لاندې کابل کې یو بل سیاسي بهیر رامنځته شو.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند، ملي محاذ ګوند، افغان ملت ګوند، ملي مشارکت ګوند، د افغانستان د پیوستون نهضت، د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا او ځينې نور سیاسي ګوندونه او بهیرونه د دغې ټولګې غړیتوب لري.
حکمتیار چې د دغې ټولګې یو اصلي غړی شمېرل کېږي، نن (پنجشنبې د تلې په ۱۹ مه) د دغې ټولګې په پرانیسته کې، سولې ته د رسېدو طرحه هم وړاندې کړه.
په دې غونده کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په جګړې کې ښکېلو لوریو ته د خپلې طرحې وړاندیز وکړ.
د ښکېلو لوریو تر منځ اوربند، له قید او شرط پرته د خبرو پیلېدل، د یوه لنډمهالي حکومت پر رامنځته کېدو او له هېواد نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره پر یوه مهالوېش هوکړې ته رسېدل، د دې طرحې یوه برخه ده.
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه څرګنده کړه: «هره ورځ په افغانستان کې څه باندې درې سوه تنه وژل کېږي؛ کله د بهرنیو ځواکونو له خوا او کله هم د دولتي ځواکونو له خوا، ځينې وختونه د دولت د مخالفو وسلهوالو له خوا – په ښارونو کې د وحشیانه چاودنو په لړ کې او حتا په جوماتونو او نورو سپېڅلو ځایونو کې.»
د افغانستان د پیوستون نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني چې په دغې غونډه کې حضور درلود په دې اړه وویل:«د یوه داسې حکومت په لور باید ولاړ شو چې د افغانستان ټول سیاسي او پوځي مخالفین ځان په هغه کې دخیل وبولي او ووايي چې په دغه برخلیک کې موږ هم شامل یوو او زه کولای شم چې د هېواد برخلیک ته بدلون ورکړم.»
د دې غونډې ځينې نور ګډنوال، د هېوادوالو ترمنځ یووالی او وحدت په هېواد کې دایمي ټکاو ته د رسېدو یوازینۍ لار بولي.
د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا غړی عبدالودود ثابت په دې اړه وویل:«په هېواد کې او د افغانستان د خلکو ترمنځ د واقعي یووالي او وحدت څخه پرته موږ پر دغو ستونزو نه بریالي کېږو. دا ستونزې هغه ویروس دي چې موږ د نابودۍ په لور کاږي.»
اخوا حکمتیار په راروانو ټاکنو کې پر احتمالي درغلۍ هم اندېښمن دی، نوموړی په پارلمان کې د ګوندونو د رول پر نه پیاوړتیا نیوکه کوي.
ښاغلي حکمتیار په ډاګه کړه:«په ټاکنو کې د ګوندونو له فعال او اغېزناک حضور پرته، لوبه یوه بې ځایه او له مسخرو ډکه ده چې یوازې ځواکمن دوکه مار کسان به د خلکو د دوکه کولو لپاره ترې کار واخلي.»
د هېواد د امنیتي او سیاسي وضعیت په تړاو دا بحثونه په داسې حال کې زور اخلي، چې د هېواد د ولسي جرګې ټاکنو ترسراوي ته یوازې ۹ ورځې پاتې دي.