Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رسنۍ او له رسنیو ملاتړي بنسټونه پر شمشاد برید کرغېړنه کړنه بولي

له رسنیو ملاتړي بنسټونه او رسنۍ، پر شمشاد ټلوېزیون برید کرغېړنه او د بشریت او اسلام ضد کړنه بللې ده.

د دغو ادارو مسوولین د برید په غندلو سره وایي چې ترهګر له دا ډول بریدونو سره نه شي کولی د خبریالانو او رسنیو د کارونو مخه ډپ کړي.

په ورته وخت کې ارګ وايي، پر شمشاد ټلوېزیون برید نه بښوونکی او ستر جنایت دی.

له دې سره طلوع نیوز هم پر شمشاد ټلوېزیون برید د بیان پر ازادۍ برید او نه توجیه کېدونکی جنایت بولي.

پرشمشاد ټلویزیو ترهګریز برید. دا په روان کال کې په رسنیو دویم برید دی او دغه برید له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شوی دی.

له خبریالانو د ملاتړ بنسټ مسووله فریده نیکزاد په دې اړه وویل:«له داسې ناانساني او نااسلامي ترهګریزو بریدونو سره نه‎شي کولای د اطلاع رسونې مخه ډپ کړي.»

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا د نی اجرايي رییس مجیب خلوت ګر څرګنده کړه:«له بده مرغه ترهګر هېڅ مقررې، هېڅ اصل او قانون ته ژمن نه دي. هغوی په درې وروستیو کلونو کې رسنۍ د پوځي موخو په توګه تعیینې کړي. خو زما په اند په دې اړه افغان حکومت مسوولیت لري.»

ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه برید په غبرګون کې له خلکو غوښتلي چې د ترهګرو پرضد یو لاس شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال ټینګار کوي ترهګر له دغه برید سره نه شي کولای چې د خلکو د ازادۍ غوښتنې غږ چوپ کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال په ډاګه کړه:«ترهګر په هرې برخې او د افغانانو پر هر ارزښت برید کوي، رسانه د افغانستان د خلکو ارزښت دی او پر دغه ارزښت برید جنایت دی.»

په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي هم دغه برید غندي او دا شان بریدونو په شنډولو کې د دولتي ځواکونو توانايي ستايي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:«په افغانستان کې څو تېرې اوونۍ له دېرو ستونزو سره تېرې شوې.له څو بې احساسه او وحشیانه بریدونو سره، لکه نن پر شمشاد ټلوېزیون برید. خو له دې سره په ورته وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو، خپله مېړانه، زړورتیا او پراخه توانمني وښوده.»

له بلخوا د مشرانو جرګې غړي دغه برید یو بشري جنایت بولي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزد یار وویل:«دا په کلکه غندو، دا د افغانستان د خلکو پر ستوني برید دی، د بیان پر ازادۍ برید دی، پر ملکي خلکو برید دی.»

دا په پلازمېنه کې د یوې وروستۍ اوونۍ په لړ کې دویم ډله‎ییز برید دی چې ترسره کېږي. یوه اوونۍ وړاندې یوه ځانمرګي بریدګر ځان تر ټولو خوندي سیمې وزیر محمد اکبرخان ته رسولی او برید یې ترسره کړ.

 دویم ډلیز او ځانمرګی برید دی چې یوه اوونۍ وړاندې یو ځانمرګي بریدګر د کابل وزیرمحمد اکبرخان یوې امنې سیمې ته دننه او ځانمرګی برید يي وکړ.

له دې سره طلوع نیوز هم پر شمشاد ټلوېزیون برید د بیان پر ازادۍ برید او نه توجیه کېدونکی جنایت بولي. ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه برید په غبرګون کې له خلکو غوښتلي چې د ترهګرو پرضد یو لاس شي.

شریک یي کړئ