د سي ای اې مشر مایک پومپیو پنجشنبې (د تلې په ۲۷ مه) په یوې غونډه کې وویل چې طالبان به له پوځي لارې هېڅکله بریا ته نه رسېږي.
ښاغلي پومپیو ټينګار وکړ چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې میز ته د طالبانو د کاږلو لپاره هر هغه څه چې په وس کې لري وکاروي.
خو هغه د خبرو اترو مېز ته د طالبان راکاږل په پاکستان کې د هغوی د امن پټنځایونو په لهمنځه وړلو پورې اړوند بولي.
د سي ای اې مشر هیله څرګنده وي چې طالبان دې له د ډېر په پاکستان کې له خپلو پټنځایونو خوند نه اخلي او د پاکستان حکومت دې د هغوی په وړاندې اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ په یوې غونډه کې وویل چې د امریکا متحده ایالات به تر هغې په افغانستان کې پاتې شي چې طالبان خپله فکر بدل کړي او له افغان حکومت سره د سولې له بهیر سره یوځای شي.
رېکس ټېلرسن په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونو ته په اشارې سره وویل چې له ترهګرۍ څخه د بهرني سیاست د اوزار په توګه کار اخیستنه چې د هر هېواد له خوا وي، د هغه هېواد حیثیت او ځای ګي ته زیان رسوي.
تېلرسن له اسلام اباد څخه وغوښتل چې له پرېکنده اقداماتو سره په هغه هېواد کې د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپاره مټې راونغاړي.