شمالي کوریا د امریکا متحده ایالاتونو او سویلي کوریا پوځي ازمایښتونو په غبرګون کې د هستوي جګړې ګواښ کړی دی.
شمالي کویا وايي، امریکا متحده ایالاتونه په سیمه کې ستونزوزیږونکو کړنو لاندې لاس پورې کوي چې دا کړنې زموږ د هېواد وګړو ته ګواښ دی.
په همدې حال کې د امریکا او سویلي کوریا چارواکو چنګاښ په ۱۳مه ویلي وو چې شمالي کوریا د پانګیون له قرارګاه یو غوتندی ویشتلې چې له ۳۷ ثانیو الوت وروسته د جاپان په اوبو کې غوځیدلی دی.
جاپان پر دغه ازمایښت سختې نیوکې کړي دي او وایي چې دغه د چاره شمالي کوریا د ګواښونو د زیاتیدو ښکارندويي کوي.
د جاپان لومړی وزیر، شینزو آبه وايي:«شمالي د نړیوالۍ ټولنې د خبرداریو په هیڅ نه ګڼلو یو ځل بیا توغندی یې ازمایلی دی. دا کار ښيي چې د شمالي کوریا ګواښونه مخ پر زیاتیدو دي.»
په همد حال کې جنوبي کوریا وایي چې د توغندي په اړه څیړنې پیل کړي دي.
د سویلي کوریا لوی درستیز، روجای چيون زیاتوي:«موږ اوس هم د توغندي د ځواک او د ارتفاع د معلومولو په هڅه کې یوو، جنوبي کوریا چمتو دی چې د شمالي کوریا د هر ډول ګواښ امیز اقدام پر وړاندې ودریږي.»
شمالي کوریا په وروستیو میاشتو کې د توغندیو ازمایښت ته زور ورکړی دی او دا کار سبب شوی چې د امریکا او پیونګ ترمنځ جنجالونه لا زیات شي.