د کندهار والي همایون عزیزي،چې له دوو میاشتې درمنلې څخه وروسته نن هېواد ته راستون شو د کندهار پېښه یې بې مخینه وبلله او په دې اړه یې پر پراخو څېړنو ټينګار وکړ.
هغه وویل چې د دغه ولایت پر مېلمستون برید،د افغانستان له پولو هغې غاړې او د سیمې د استخباراتو له خوا پلان شوي دي.
ښاغلي عزیزي وویل:«یوه ډېره وحشتناکه پېښه وه.څېړیزه ډله له بېلابېلو ارګانونو څخه ګمارل شوي دي او جزئیات به حکومت وروسته په رسمي توګه اعلان کړي.»
له بلخوا د کندهار والي وايي ډېر ژر به په دغه ولایت کې خپلې دندې ته ستون شي.
هغه زیاته کړه:«سبا نه بل سبا به کندهار ته ځم.»
د سیمهييزو ارګانونو مرستیال عبدالمالک صدیقي څرګنده کړه:«دښمنانو ته وښودل شوه چې افغانستان هم د افغانستان خلک سره یو موټی دي او د هېواد د امنیت او ټیکاو په ساتنه کې د هېچا دسیسې ته نه تسلیمېږي.»
د کندهار د مېلمستون ېيښه په افغانستان کې بې مخینې بلل شوې ده او تراوسه هم د هغې څرنګوالی په بشپړه توګه نه دی روښانه شوی.
د کندهار والي په دې باور دی چې د دغې پېښې څېړنې به ډېر وخت ونیسي.
د کندهار د مېلمستون په چاودنه کې د عربي اماراتو د پنځو ډپيلوماټانو په ګډون ۱۱ تنه مړه او په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر هم چې په دغې پېښه ټپي شوی وه ومړ.