د فراه ولایت ځايي چارواکو د نن د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۹ مه) ټینګار کړی چې په دغه ولایت کې بهرنیو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې ۶ طالبان وژل شوي دي.
چارواکو زیاته کړې چې دغه بریدونه هغه مهال شوي چې د بهرنیو ځواکونو یوه بېپیلوټې الوتکې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې، د طالبانو دوه موټر یې په نښه کړل.
چارواکو په دې اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل. او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په لسګونه بهرني ځواکونه په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته ځای پر ځای شوي دي.