په کابل کې د امریکا سفارت ځانګړی شارزدافیر هوګولارنس له خپلې مېرمنې سره د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت وايي چې هېواد یې په افغانستان کې سوله ته د رسېدو لپاره د افغانانو له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
هغه همدارنګه وايي چې د دغه هېواد خلک د دښمنانو د بزدلانه بریدونو په څېر له سترو ننګونو سره د مخامخ کېدو د ازادۍ او دموکراسۍ د لمانځنې سربېره له هغو پرمختګونو څخه هم یادونه ده چې افغانستان ترلاسه کړې دي.
هغه څرګنده کړه:«د امریکا متحده ایالت سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.»
ښاغلی لارنس زیاتوي افغانان باید په ښکاره پرهغو پرمختګونو چې د ښوونې او روزنې،اقصادي ودې، بیخبنسټونو او روغتیا په برخه کې ترلاسه کړي وویاړي.
د امریکا متحده ایالات افغانستان په یوه سوکاله سولهییز هېواد بدلېدو په کار کې د افغانانو له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.