د روسیې رسنیو رپوټ ورکړی چې امریکا او روسیه د افغانستان لپاره، په افغانستان کې د دغو دواړو هېوادونو د هملاسۍ لپاره خبرې اترې کړي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له خپل امریکايي سیال الیس ولز،سره د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډ په څنډه کې له یو بل سره لیدلي او په افغانستان کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې کړي دي.
ضمیر کابلوف وویل:« الیس ولز ، د واشنکټن هغه لېوالتیا څرګنده کړه، چې د افغانستان په اړه له موږ سره لاس یو کړي. په داسې حال کې چې پوهېږي، چې د همکارۍ اسانتیا لږه ده. ولز د بندیزونو په اړه پوهېږ، خو دا بندیزونه امریکې لګولې دي، که غواړي په ګډه کار وکړو، دا بندیزونه دې لېرې کړي.»
د افغانستان حکومت په افغانستان کې د امریکې او روسیې همکاري ستایلې ده.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه وویل:«افغانستان له څرنګه ښې او ستراتېژیکې اړیکې له امریکا سره لري، له روسیې سره هم لري. هیله لرو چې د واقعیتونو له درک سره چې ګډ دښمن شته او د ټولو هېوادونو ګټې په خطر کې اچوي، د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو کچه، څه سیمهییز هېوادونه وي او نړیوال،زیاته شي.»
زیات وخت وشو، چې د امریکې او روسیې ترینګلې اړیکې، پر افغانستان هم اغېز کړې ده.
مي ۱۷ او ملي ۳۵ روسۍ الوتکې له کاره لوېږي او د دې الوتکو د پرزو موندل ګران شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه زیاته کړه:«مي ۱۷ او مي ۳۵ چورلکې چې رغونې ته اړتیا لري، پرزې او ورکشاپ یې نشته.هڅه کوو ترڅو له روسیې او نرو هېوادونو، د دغه چورلکو پرزې او ورکشاپ ترلاسه کړو.»
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې حکومت هڅه کوي له روسې څخه مې ۳۵ الوتکې ترلاسه کړي.
ښاغلي وزیري په دې اړه وايي:«حکومت هڅه کوي کهچېرې وکړای شي مي ۳۵ چورلکې له روسیې اکمال کړو.اوس هم موږ چورلکې لرو، خو ترمیم ته یې اړتیا لرو.»
امریکې او اروپا وروسته تر هغو پر روسیې بندیزونه ولګول، چې روسیې د کریمې تاپو ته ځواکونه واستول او کریمیه یې د خپلې خاورې برخه کړه.