ولسمشر اشرف غني لویې څارنوالۍ ته لارښونه کړې چې د امن او عامه نظم قومندان د «تبعیضي سند» په اړه څېړنه وکړي او د هغه له عاملانو سره جدي او پرېکنده چلند وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته لارښونه کړې چې په یوې خبري غونډه کې په دې اړه حقیقت او ترسره شوي اقدامات خلکو ته ورسوي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، لویې څارنوالۍ ته دنده ورکړل شوې چې د دغه مکتوب د خپرېدو په اړه هر اړخیزې څېړنې ترسره کړي او د کورنیو چارو وزارت دې په دې اړه له لویې څارنوالۍ سره همکاري وکړي.