د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو طرحه لاسلیک کړه.
ښاغلی مټیس وایي، یاده طرحه یې لاسلیک کړې خو په دې طرحه کې افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو شمېر روښانه شوی نه دی.
د پاکستان د ډان خبري اژانس په حواله ښاغلي مټیس ویلي چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه نه یوازې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي بلکې له دښمن سره د مبارزې واک هم لري.
کله چې له ښاغلي مټیس څخه وپوښتل شول چې امریکا له پاکستان سره د څه ډول اړیکو د درولود غوښتونکې ده هغه وویل:«موږ هوډ لرو چې له پاکستان سره کار وکړو ترڅو ترهګر له منځه یوسو. زه فکر کوم دا هغه څه دي چې یو ملت د هغه د ترسره کولو لپاره مسوول دی.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تېره اوونۍ له امریکايي چارواکو سره درې لیدنې لغوه کړې او همدارنګه د پاکستان د ولسي جرګې غړو په یوه پرېکړه لیک کې د پاکستان په اړه د امریکا وروستۍ څرګندونې یو ډول دښمني بولي.
په ورته وخت کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې اسلام اباد هغه وخت کولای شي د امریکا متحده ایالاتو مرستې تر لاسه کړي چې په بریالۍ توګه پر افغانستان ترهګریز بریدونه ودروي او له امریکا سره همکاري وکړي ترڅو له ترهګرۍ سره په جګړه کې بریالۍ شي.