د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې دغه نښته تېره ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼۍ وايي چې طالبانو او داعش ډلې ترمنځ دغه نښته له یوې اوونۍ راهیسې د خوږیاڼۍ په ولسوالۍ کې دوام لري.
طالبانو تراوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.