Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېوادوال د شهید اوونۍ د لمانځې د طریقې د بدلون غوښتونکي دي

 د پنځه کلن ولي خپلوان هغه ماشوم  چې نن له غرمې وروسته، د ۳۱۵ سیمې په درېیمې کوڅه کې د احمدشاه مسعود د تلین د لمانځونکو له خوا په موټر ووهل شو د احمد شاه مسعود او د شهید اوونۍ د لمانځلو د طریقې د بدلون غوښتونکي شول.

په ورته وخت کې د دغو لمانځونکو له خوا دوه نور ماشومان هم د کابل په دوه بېلابېلو برخو کې تر موټر لاندې شوي دي.

د ولي پلار چې تراوسه یې د زوی وینې پر جامو دي وايي هغه موټر چې د دغه زوی یې وواهه له هېڅ پاملرنې پرته د پېښې له سیمې تېښته وکړه.

د ولي پلار ظاهر په دې اړه څرګنده کړه:«یو موټر چې ښيښې یې د ملي اتل احمد شاه مسعود پر انځورونو پوښلې وې له ډېر سرعت سره راغلی او زمو مې وواهه په داسې حال کې چې د زوی لاس مې زما په لاس کې وه او وتښتېد.»

ولي چې د درملنې لپاره د صحت طفل روغتون ته لېږدول شوی، درې ساعته کېږي چې د دغه روغتون د ډاکټرانو تر درمنلې لاندې دی.

د صحت طفل د روغتون رییس نورالحق یوسفزي په دې اړه وویل:«په ټول کې روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی، لاس او پښې یې مات دي، یو غوږ یې فعاله خونیزي لري.»

د دغه ماشوم خپلوان له حکومت څخه غواړي چې د احمد شاه مسعود تلین د لمانځلو څرنګوالی بدل کړي.

د ولي یوه له خپلوان څخه لطیفه وايي:«باید د قران ختم وکړي نه دا چې واټونو ته راووځي او تاوتریخوالی رامنځته کړي زه له حکومت او هغو کسان څخه هیله کوم چې د دغې ورځې په لمانځلو کې مسوول دي، له واټونو څخه غونډ شي او د لمانځنې طریقه بدله کړي.»

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له دې وړاندې د کابل ګارنیزیون له هېوادوالو څخه غوښتي وو، ترڅو د هېواد ملي اتل د تلین او د شهید د اوونۍ د لمانځو په لړ کې د تورو ښيښو لرونکو موټرو او له هغو موټرو چې ښيښې یې په انځورونو پوښل شوې وي کار وا نه خلي.

شریک یي کړئ