د ټاکنو کمیسیون نن (سه شنبه، د لېندۍ ۶مه) پرېکړه وکړه، چې ولسمشریزې ټاکنې به د غزني د ولسي جرګې له ټاکنو سره یو ځای د راتلونکي کال د وري د میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.
د دې پرېکړه لیک یوه کاپي طلوعنیوز ته هم را رسېدلې چې د ټاکنو کمیسیون د اوو غړو له ډلې یوازې یوه تن له دې پرېکړ سره مخالفت ښوودلی دی.
دې پرېکړه لیک کې دا هم لیکل شوي چې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د را روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۱مه ترسره شي.
وړمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند یو مرستیال وویل، دوی پر دې طرحه غور کوي، چې ولسمشریزې ټاکنې، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او همدارنګه د غزني د ولسي جرګې ټاکنې له څو میاشتني ځنډ وروسته یو ځای ترسره کړي.
د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي طلوعنیوز ته ويلي و: «دا وروستۍ طرحه نه ده، فعلاً خبرې اترې پرې روانې دي، یوه طرحه دا ده، چې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې او ولسمشریزې ټاکنې د وري په ۳۱مه ترسره شي او د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وروسته ترسره شي، بله طرحه دا هم ده چې څلور سره ټاکنې، په ښه مدیریت سره څو میاشتې وروسته ترسره شي.»
هغه یاده کړې وه، تر اوسه د دواړو طرحو اړوند خبرې اترې روانې دي او وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، بلکې وروستی تصمیم به پر خپل وخت له رسنیو سره شریک شي.
تېره اوونۍ د افغانستان د رڼو او ازادو ټاکنو د بنسټ ویاندې صغرا سعادت وویل، کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش نهشي اعلانولی او د حکومت غږ ته يې غوږ نیولی دی.
هغې وویل: «دوی په لومړیو کې له دې صلاحیته ګټه نه شوای اخیستلی او اوس هم پوره دې ته غوږ دي چې حکومت څه فرمان صادروي.»
په ورته وخت کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر نعیم اصغري هم ورته نظر درلود، هغه زیاته کړه: «د نړیوالې ټولنې شرط هم ضرور دی، د هغوی تصمیم ډېر زیات ضروري دی، چې ایا هغوی هم د وري په ۳۱مه ټاکنې غواړي، که د سولې په پلمه يې ځنډوي.»
د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ په تړاو والسټریټ ژورنال شاوخوا درې اوونۍ یو راپور خپور کړ، چې په غبرګون کې يې واشنګټن، کابل او سیاسي ګوندونو هم بېلابېل غبرګونونه وښودل.