Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په جلال اباد کې د «ماشومانو د ژغورنې صندوق» پر دفتر برید شوی

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ د دې پخلی کوي چې دغه برید د «ماشومانو د ژغورنې صندوق» د دفتر پر څانګې شوی دی.

هغه طلوع نیوز ته وايي چې لومړی د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې د دغه دفتر ته‎څېرمه لومړی یو موټر بم چاودول شوی او وروسته بریدګر ودانۍ ته ننوتلي دي او له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت شوي دي.

دم‎ګړۍ هم د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې ده.

په همدې حال کې، د دغه ولایت د روغتیا چارواکي وايي چې تراوسه د دغه برید ۱۱ تنه ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

له بلخوا، د هغو کسانو ځينې کورنۍ چې په دغه بنسټ کې کارکوي، د خپلو د کورنیو د لیدو لپاره د پېښې سیمې ته راغلي دي.

ویل کېږي چې سیمې ته ډېر ژغورنګاډي (امبولانسونه) رسېدلي دي.

د طالبان په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده ملنې.

د ننګرهار ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې ځانمرګي بریدګرو په جلال اباد ښار کې د «د ماشومانو د ژغورنې صندوق» پر دفتر برید کړی دی.

شریک یي کړئ