Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په زابل کې د پولیسو د شپږو سرتېرو وژل کېدل

د زابل ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه نښته تېره شپه (یکشنبې د لړم په ۷ مه) د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه مهال پیل شوه چې په لسګونه طالب اورپکو د دغې ولسوالۍ پر ځینو برخو برید وکړ.

چارواکي زیاتوي چې په دغې نښته کې ۸ طالب اورپکي هم وژل شوي او کابو ۱۲ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

چارواکو زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه له ۷ ساعتونو وروسته و توانېدل چې د طالبانو دغه برید په شاوتمبوي.

چارواکو له دې ډېر جزئیات وړاندې نه کړل بلخوا طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ