د هرات ښار په جبرئیل سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ کې، درې ولسي وګړي وژل شوي او د دوه ښځو په ګډون ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه، نن ماښام د پنځو نیمو بجو په شاوخوا کې د یوې هټۍ په وړاندې شوې ده.
د هرات د امنیه قومندان ویاند عبدالاحد ولي زاده طلوع نیوز ته وايي:«د دولت مخالفانو چاودېدونکې توکي یې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي وو او دا توکي یې د ملکیان په منځ کې وچاودول.»
په همدې حل کې، د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي چې درې وژل شوي او ۶ تنه نور په دغې چاودنه کې دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.