Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پاکستان کې د حقاني شبکې یو قومندان وژل شوی

پاکستاني رسنیو نن (چهارشبې د مرغومې په ۶ مه) رپوټ خپور کړی چې د پاکستان په قبایلي سیمو کورمې ایجنسۍ کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې د جمعه خان په نامه د حقاني شبکې د یوه قومندان په ګډون درې غړي وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې جمعه خان له درې تنو سره په یوه موټر کې سپاره وو.

په ورته وخت کې د حقاني شبکې یوه غړي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې جمعه خان وژل شوی دی.

تېره میاشت هم په کورمې ایجنسۍ کې د امریکايي ځواکونو د برید په پایله کې درې تنه وژل شوي وو.

له دغې پېښې وروسته پاکستان امریکې ته ګواښ وکړ چې د دغه هېواد حریم ته د ننوتلو په صورت کې به د هغوی بې پیلوټه الوتکې په نښه کړي.

د پاکستان د هوايي ځواکونو قومندان مارشال سهیل ارمان، د دغه هېواد ځواکونو ته حکم کړی چې د دغه هېواد هوايي حریم ته د ننوتلو په صورت کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټو الوتکو په ګډون هره بې پیلوټه الوتکه په نښه کړي

شریک یي کړئ