Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پکتیکا ولایت کې له ځانمرګي برید مخنیوی وشو

د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو نن(چهارشنبه د لیندۍ۱۰مه) یو ځانمرګی برید کوونکی موخې ته تر رسېدو مخکې نیولی دی.

د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي چې بریدکوونکي په لومړنیو څېړنو کې منلې چې په پاکستان کې یې پوځي زده‎کړې کړې دي.

د پکتیکا امنیه قومندان، خلیل‎الله ضیايي څرګندوي چې برید کوونکي غوښتل سهار اوه بجې د دې ولایت په مرکز ښرنه کې ورسره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته تر رسېدو مخکې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو.

نوموړی زیاتوي چې برید کوونکی ۱۸ کاله عمر لري او په پاکستان کې یې ترهګرۍ زده‎کړې کړې دي.

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې ښار کې یو ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې برید ترسره کړي، خپلې موخې ته تر رسېدو مخکې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوی.

شریک یي کړئ