د کابل ښار په بنايي سیمه کې د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شو. سرچینې وايي چې په دغې پېښه کې ۳۰ تنه ټيپان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ځانمرګی بریدګر پلی وه او ځان ته یې د کابل ښار د اتمې ناحیې په بنايي سیمه کې پولیسو او لاریون کوونکو ته نېږدې چاودنه ورکړه.
د کابل امنیه قومندان محمد سالم احساس، د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې په دغې پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د دغې پېښې ډېری ټپيان په دولتي روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.
د دغې پېښې پړه د خراسان څانګې داعش ډلې په غاړه اخیستې ده.
تېره ورځ ناوخته په دغې سیمه کې په لسګونو سیمهییزو پلورونکو په لاریون لاس پورې کړی وه او د شپې تر ناوخته یې د دغې سیمې ځينې واټونه تړلي وو.
د هغوی د لاریون علت د پولیسو له خوا د یوه تن وژل کېدل بلل شوي وو.
کهڅه هم د پولیسو ځینو چارواکو په بنايي کې د توکو ځینې پلورونکي د الکولي څښاک په پلور تورن کړي وو، خو دغه پلورونکي دا ادعاګانې بې بنسټه بولي.