Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین به راتلونکې اوونۍ د درې اړخیزې غونډې کوربه وي

د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه به تر راتلونکو پنځو ورځو د چین په بیجنګ کې ترسره شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د چهار شنبې ورځې په غونډه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، خپل افغان او پاکستاني سیالان به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شغړو کمښته وهڅوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ډاډه دی چې د دوو ګاونډو هېوادونو د اړیکو نېږدېوالي لپاره به جدي هڅه کوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویانده هاو چینګ وایي د ډیسمبر پر ۲۶ مه په بیجینګ کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې به هڅې وشي چې د کابل او اسلام ترمنځ ترینګلتیاوې راکمې شي.

هغې په دې اړه زیاته کړه:« په درې اړخیزه غونډه کې پر درېیو مهمو موضوعاتو خبرې کېږي. متقابل سیاسي باور، د همکارۍ پراختیا او د اړیکو نېږدېوالی، امنیتي همکارۍ او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه. چین هیله لري چې دې درې اړخیزه غونډه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ باور را پیدا شي.»

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وایي کابل هیله لري، دغه غونډه مثبته پایله ولري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل څرګنده کړه:«موږ په سیمه کې ترهګرو ته د پټن‎ځای د ورکړې ستونزې حل لپاره پاکستان سره په اړیکه کې یو او هیله لرو چې په دې برخه کې مثبت پرمختګ وشي. موږ په چین کې د افغانستان، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې اړخیزې غونډې پایلې ته په تمه یوو.»

ښاغلی صیقل وایي د کابل د بهیر بله دویمه غونډه به د فبرورۍ په میاشت کې وشي.

هغه زیاته کړه:« موږ د فبرورۍ په میاشت کې د کابل بهیرغونډې پایلې ته په تمه یوو. هغه غونډه چې موږ په‎کې د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر وړاندې مبارزې او د سولې پرمختیا لپاره نوې تګلاره ډاګیزه کوو. دا به د طالبانو لپاره هم مناسب وخت وی چې خپله لار بدله کړي، تاوتریخوالی وغندي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.»

د کابل بهیر لومړنۍ غونډه د غبرګولي میاشتې په شپاړسمه نېته د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د ۲۸ استازو په ګډون سره د افغانستان د سولې خبرو د برخلیک معلومولو په هدف جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ