د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې ورځې په غونډه کې وویل چې بیجنګ د طالبانو په بریدونو کې د زیاتو افغانانو پر وژل کېدو هیږ شوی دی.او دغه بریدونه په کلکو ټکو سره غندي.
دوی د قربانیو له کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د افغانستان په جګړه کې د تاوتریخوالو زیاتېدل د اندېښنې وړ بولي. چین د افغانانو پر مالیکت د سولې بهیر پر پيلېدو هم ټینګار کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لی کانګ د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي ښيي.
هغه زیاته کړه:«د چین حکومت په افغانستان کې د وروستیو بریدونو له درنې مرګ ژوبلې څخه هیږ شوی او دغه پېښې په کلکه غندي. موږ د دغو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکه یوو او د ټپیانو لپاره عاجله روغتیا غواړو.»
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې دغه هېواد په افغانستان د جګړې له کبله د تاوتریخوالي د کچې د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري. چین له ښکېلو لوریو غواړي، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او په ګډه سره په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره کار وکړي او دا هېواد وغوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو درې ورځو په لړ کې، د طالبانو له خوا پر پکتیا، عزني او کندهار ولایتونو پر امنیتي ځواکونو درې ستر او خونړي بریدونه ترسره شوي دي ـ هغه بریدونه چې ویل کېږي، د څه باندې ۱۰۰ امنیتي ځواکونو ژوند پای ته رسولی او په لسګونه تنه نور یې ټپيان کړي دي.
د نیمې شپې پرمهال وسله والو طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانګ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پوځیانو له هغې پوستې سره وواهه چې ۶۰ پوځيان پهکې وو.
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر اډې د طالبانو په برید کې ۴۳ سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
په دغه برید کې هم لومړی د طالبانو په لاس د پوځ ورغلی زغره وال ګادی کارول شوی وه او ورپسې برید کوونکي اډې ته ننوتلي وو.