Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې د افغان هوايي ځواکونو برید کې ۲۲ طالب‎ وسله‎وال وژل شوي

امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د د کندز ولایت اقتاش ولسوالۍ په کوربلاق سیمه کې د افغان ځواکونو هوايي برید په پایله کې ۲۲ طالب‎ وسله‎وال وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(شنبې د تلې لومړۍ) راغلي دي چې په وژل شویو وسله‎والو کې د طالبانو وتلی قومندان، الله داد هم شامل دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې برید کې اته تنه نور وسله‎وال ټپیان هم دي.

خبرپاڼې د وسله‎والو د یو شمېر وسلو له منځه وړو هم خبر ورکړی دی.

همداراز د یادې قول اردو په بله خبرپاڼه کې د په فاریاب ولایت کې د ۹ طالب وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکړی شوی دی.

خبرپاڼې ویلي دي چې په دې ولایت کې دوه تنه نور طالبان ټپیان دي.

د افغان ځواکونو دا عملیات د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ په بخاري کلا او بازا کلا کلیو، د خواجه سبز پوش په ګل تپې او د کوهستان ولسوالۍ په بندر کې ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د افغان ځواکونو دا هوايي بریدونه تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي دي چې د افغان ځواکونو هوايي بېلابېلو بریدونو کې ۳۱ طالب وسله‎وال وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي

شریک یي کړئ