Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په مزارشریف کې د ښاروالۍ د عوایدو ډېروالی

د مزارشریف ښاروالۍ مسوولان د دې ادارې د عوایدو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د مزارشریف ښاروال د دې ادارې د فعالیتونو اړوند د راپور ورکولو په ناسته کې زیاتوي، تېر لمریز کال دوی له ټاکل شوې موخې نهه سلنه زیات عواید راټول کړي دي.

دی زیاتوي چې تېر کال یې ۵۱۲ مېلیونه عوایدو د راټولولو موخه ټاکلې وه، خو توانیدلي چې ۵۵۵ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د مزارشریف ښاروال نقیب‌الله طارق وايي: «په ۱۴۰۱ کال کې له مرکزه موږ د پیسو راټولولو لپاره ۵۱۲ مېلیونه موخه راکړل شوې وه، موږ الحمدلله موږ ۵۵۵ مېلیونه راټولې کړي او په ښار کې لګولي.»

د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس زیاتوي: «دغه بیت‌المال چې راټولېږي، بېرته زموږ په ښار لګول کېږي او زموږ او ستاسو ښار ورسره ابادېږي. د ښار په ابادۍ کې باید ټول ونډه واخلو، هڅه وکړو او همغږي شو.»

د مزارشریف ښاروال که څه هم د تېر کال په اوږدو کې د ښار په کچه د ۲۱ پروژو د پلې کولو خبر کوي، خو د مزارشریف د ګذر یو شمېر وکیلان او اوسېدونکي، د روان کال په لړ کې د ښاروالۍ له مسوولانو د لا زیاتو پراختیایي پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.

د مزارشریف ښار د یوولسمې ناحیې د ګذر وکیل نقیب‌الله کریمي وايي: «ښوونځی، کلینیک او سرک ضروري دي. تر اوسه پورې زموږ سیمه کې دغه ډول څه نه‌دي شوي، خو ښاروال صاحب ژمنه کړې ده.»

د مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې د ګذر وکیل امان‌الله شمس وايي: «که خپله مرسته و نه‌کړو او له امارت سره یو لاس نه‌شو، بیا هم د شاته پاتې والي او پرېشانۍ سبب کېږي.»

د مزارشریف اوسېدونکی غلام سخي زیاتوي: «ښه دی چې پروژې پلی او د کار زمینه برابره شي.»

د مزارشریف ښاروالۍ مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، د ښار مرکز د څلورلارو جوړول، د ترافیکي اشارو فعالول، د نیالګیو کېنول، د یو شمېر سړکونو جغل اچونه، کانکریټ او قیر کول تېر کال د دې ادارې د فعالیتونو مهمه برخه جوړوي.

د دې ښاروالۍ مسوولان همداراز د روان کال په لړ کې د ښار په بېلابېلو برخو کې د ۲۵ پروژو د پلې کولو په پار د هلو ځلو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه