Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد مخکښ خبریال عبدالحمید مبارزې ومړ

د هېواد مخکښ خبریال او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو پخوانی مرستیال عبدالحمید مبارز نن (یکشنبې) د ۹۰ کلنۍ په عمر ومړ.
 
ښاغلی مبارز چې کلونه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پخواني مرستیال، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې د پخواني رییس، د باختر اژانس د رییس او د انیس دولتي ورځپاڼې د مرستیال په توګه کار کړی و، هغه د تېر حکومت د سولې شورا غړیتوب هم درلود.

د عبدالحمید مبارز د کورنۍ غړي، د هغه د مرګ لامل د زړه ناروغي او د عمر زیاتوالی بللی دی.

د عبدالحمید مبارز زوی محمد عبدالعزیز مبارز په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه څه چې د ډاکټر له خوا یې سپارښتنه شوې وه، تطبیق کول. په تېرو لسو کلونو کې څو ځلې بستري شو چې بالاخره ومړ.»

بلخوا د ژورنالیزم د برخې ځينې فعالان د ښاغلي مبارز مړینه د هېواد د  کلتوري او رسنیزو ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه بولي.

د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې رییس حجت‌الله مجددي وویل:«نه ستړي کېدونکې هڅې یې د دې لپاره وې چې په افغانستان کې خبریال او رسنۍ د خلکو په خدمت کې او د خلکو غږ وي.» 

د خبريالانو او رسنيو د فډراسیون وياند بشیر هاتف هم څرګنده کړه:«له شک پرته چې د مبارز صاحب مړینه نه یوازې د افغانستان د خبریالانو او مطبوعاتو ته، بلکې د ټولو مدني فعالانو او د هغو شخصیتونو لپاره چې په بشري ټولنه کې د انسان د ازادۍ غوښتونکی دي، یوه ستره او نه جبران کېدونکې ضایعه ده.»

 له ښاغلی مبارزه د ژورنالیزم او سیاست په برخه کې لږ تر لږه ۱۱چاپي اثار پاتې دي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد پخواني ولسمشر په ۲۰۱۹ کال کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت (د کب ٢٧مه) د رسنیو په برخه کې د ښاغلي مبارز د خدمتونو د ستاينې په پار هغه ته د مير مسجدي خان دولتي مډال هم ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه