نن په کابل کې د اسلامي کلتور په پراختیا کې د تصوف د ونډې په نوم دوره ورځنۍ غونډه پرانیستل شوه.
په دغې غونډه کې، اجرائيه رییس دا شان غونډو جوړېدل هغو کسانو ته روښانه پیغام بولي چې په سیمه کې تاوتریخوالی او انحصار پالنې ته لمن وهي.
عبدالله عبدالله ټینګار کوي چې افغانستان به هېڅکله نورو هېوادونو ته ستونزه رامنځته نه کړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«انشاالله چې ستاسو بحثونه هغو ته روښانه پیغام دی چې په ژوند کې تاوتریخوالی او بدبیني په ژوند کې حل لاره بولي، هغه انحصار چې پر ځان او پر یوه یې ټولګې منحصر کوي، او هغه د ژوند لاره او طریقه بولي. »
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر محمد رسول باوري هم په دې اړه وویل:«د تصوف په طریقه کې، کس او یا شي ته هر ډول زیان رسول منع شوي دي او دا انساني او اسلامي چلند، د تصوف پیروان له ویجاړونکو، منحرفو او بنسټپالو ډلو جلا کوي.»
دا غونډه به دوې ورځې دوام وکړي او د ګاونډیو هېوادونو یو شمېر استازي هم پهکې ګډون لري.